د شپږ نیمو فوق العاده غونډه د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې

org_admin
hhh

په سر کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په پوځي او ملکي برخو کې د شپږ نیمو د ټیم د فعالیت او لاسته رواړونو په اړه معلومات ورکړل او ورپسې د کابل د پوځي او ملکي ادارو مسولانو خپل راپورونه وړاندې کړل.

ولسمشر محمد اشرف غني د شپږ نیمو غونډه د دولتي ارګانونو ترمنځ د اتحاد، همغږۍ او په چارو کې د قاطعیت او پر وخت لاسته راوړنو یوه بې سارې بیلګه وبلله او د شپږنیمو د غونډو د غوره او عالي مدیریت پخاطر يې له لومړي مرستیال امرالله صالح څخه ځانګړې مننه وکړه او نوموړی يې خپل او د نظام یو پیاوړی مټ وباله.

ولسمشر غني وویل دا لومړی ځل دی چې د کابل ټولې ادارې په بې سابقه او مخامخ همغږۍ سره د ولس د خدمت او د هغوی ستونزو ته د رسیدګۍ، د جرم، جنایت، فساد، او تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره په ورځني ډول تر یوه چتر او یوې رهبرۍ لاندې فعالیت کوي او په وینا يې د شپږ نیمو غونډه د کابل روایت ګرځیدلی دی .

نوموړي وویل د کابل دا روایت به د افغانستان د ټولو ښارونو روایت وګرځي.

د افغانستان ولسمشر وویل د کابل پولیس اوس د شپږ نیمو د غونډو تر پیل مخکې پولیس نه دي، ولسمشر په دې برخه کې د کابل د امنيې قومندان جنرال جمشید توتاخیل له هڅو او فعالیت مننه وکړه.

نوموړي وویل هغه مسولان او افراد به ستایل کیږي چې زړورتیا ښيې او سخت وضعیت له هیواد او ملي ګټو څخه د دفاع په فرصت بدلوي.

ولسمشر زیاته کړه چې د شپږ نیمو د غونډو له پیل راهیسې د کابل ښاروالۍ اجرات او چارې منظمې او د خدماتو سطحه او اندازه يې پراخه او چټکه شوې ده.

محمد اشرف غني وویل د امنیتي ځواکونو وقار لوړ شوی، امنیتي ادارې په خپلو کې همغږه شوي دي، د ولسوالیو ترمنځ او له مرکز سره د ولسوالیو همکاري او همغږي په بې سابقه ډول منظمه شوې ده او کاري خلاوې له مینځه تللي دي.

د هیواد د روان وضعیت او د دولت د اقداماتو او پلانونو په اړه ولسمشر غني وویل، دولت په دریو پړاونو کې چې استقرار، تحکیم او تعرض دی، د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې مبارزه او ولس ته د خدماتو د رسولو لپاره کار کوي.

ولسمشر زیاته کړه چې روان سخت وضعیت افغانان په بې سابقه ډول د خپل نظام او جمهوریت په ملاتړ راپورته کړي او خلک پوهیږي چې جمهوریت له ملي او د ټولنې د هر وګړي له ګټو او ارزښتونو دفاع کوي.

نوموړي وویل د جدي اصلاحاتو لړۍ پیل شوې ده او د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره به په نزدې راتلونکې کې د هیواد په امنیتي وضعیت کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل د دولت او نظام روایت د ژوند روایت دی، د هر وګړي او ملي پانګو او ارزښتونو څخه د دفاع روایت دی خو بل لورته د طالب روایت د مرګ، وحشت، ویجاړولو او د نورو د ګټو لپاره د خپل هیواد د ورانولو روایت دی.

د افغانستان ولسمشر وویل روان سخت وضعیت د افغانانو لپاره یو تاریخي فرصت رامنځته کړی چې پوه شي له څه شي او د څه لپاره دفاع کوي او د خپلو امنیتي ځواکونو په ملاتړ پرینږدي چې هیواد يې بیا د تیرو لسیزو بربادیو ته ستون شي.

ولسمشر غني وویل ولس باید ډاډه اوسي چې دولت له جمهوریت، ملي ګټو او د افغانستان د هر وګړي له حقونو او ارزښتونو څخه د دفاع کلک نیت او غښتلې اراده لري .

1

1

1

1

مطبوعاتي اعلامیې

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۵:۰
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړى معاونيت مطبوعاتي اعلاميه

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال محترم امرالله صالح:

د بې ځایه شویو او دردمنو هېوادوالو ستونزو ته د رسیدګۍ په خاطر چې د طالبانو له ظلم، وحشت، قتل عام، په ناموس باندې د تېري، . . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۳:۴
Background image

د شپږ نیمو فوق العاده غونډه د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې

په سر کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په پوځي او ملکي برخو کې د شپږ نیمو د ټیم د فعالیت او لاسته رواړونو په اړه معلومات ورکړل او ورپسې د کابل د پوځي او ملکي ادارو مسولانو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۱۳:۰
Background image

د ښي لاس موټرو او بې اسناده موټر سایکلونو د ګرځېدو په تړاو مطبوعاتي اعلامیه

د تېرو اعلامیو په تعقیب د ښي لاس ( پاکستان لاس) لرونکو موټرو ټولو مالکینو ته خبرداری ورکول کیږي چې د امنیتي سندونو د وېشلو نېټه چې د ۱۴۰۰ کال د وري د میاشتې له ۳ نېټې څخه پيل شوې ده . . .

Back to announcements