د ښي لاس موټرو او بې اسناده موټر سایکلونو د ګرځېدو په تړاو مطبوعاتي اعلامیه

org_admin

د تېرو اعلامیو په تعقیب د ښي لاس ( پاکستان لاس) لرونکو موټرو ټولو مالکینو ته خبرداری ورکول کیږي چې د امنیتي سندونو د وېشلو نېټه چې د ۱۴۰۰ کال د وري د میاشتې له ۳ نېټې څخه پيل شوې ده او تر ۹۰ ورځو به دوام ولري ( د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ تر ۳) پورې.

نو ددې ځانګرتیاوو لرونکو موټرو له مالکینو څخه غوښتنه کیږي، چې په ټاکل شوې موده کې د خپلو موټرو امنیتي اسناد طی مراحل او ترلاسه کړي.

په مرکز او یا هم ولایتونو کې له امنیتي اسنادو پرته د دا ډول موټرو تګ راتګ امنیتي- قانوني سرغړونه بلل کېږي او که په ښارونو کې د تګ راتګ پر مهال وليدل شي؛ نو له څېښتنانو سره به يې د قانون له مخې چلند وشي..

همداراز د موټر سایکلونو واردوونکي او پلورونکي مکلف دي چې له ګمرک څخه د موټرسایکلونو له وتلو مخکې، لومړی د ټرافيکو له ادارې څخه د یادو شويو وسایطو د پلېټ شمېره او  د تګ- راتګ جواز ترلاسه کړي؛ ځکه دغه وسایط له قانوني اسنادو پرته د تګ راتګ پر مهال د امنیتي منسوبينو لخوا ضبط کېږي او په هغه وخت کې به يې څښتن د شکایت حق ونه لري.

مطبوعاتي اعلامیې

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۵:۰
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړى معاونيت مطبوعاتي اعلاميه

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال محترم امرالله صالح:

د بې ځایه شویو او دردمنو هېوادوالو ستونزو ته د رسیدګۍ په خاطر چې د طالبانو له ظلم، وحشت، قتل عام، په ناموس باندې د تېري، . . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۳:۴
Background image

د شپږ نیمو فوق العاده غونډه د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې

په سر کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په پوځي او ملکي برخو کې د شپږ نیمو د ټیم د فعالیت او لاسته رواړونو په اړه معلومات ورکړل او ورپسې د کابل د پوځي او ملکي ادارو مسولانو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۱۳:۰
Background image

د ښي لاس موټرو او بې اسناده موټر سایکلونو د ګرځېدو په تړاو مطبوعاتي اعلامیه

د تېرو اعلامیو په تعقیب د ښي لاس ( پاکستان لاس) لرونکو موټرو ټولو مالکینو ته خبرداری ورکول کیږي چې د امنیتي سندونو د وېشلو نېټه چې د ۱۴۰۰ کال د وري د میاشتې له ۳ نېټې څخه پيل شوې ده . . .

Back to announcements