د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستيال محترم امرالله صالح د اروپايی ټولنې له سفيرانو سره کتنه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۹:۳۰
ااا

په دې کتنه کې چې په صدارت ماڼۍ کې وشوه د اروپایي ټولنې مشر ښاغلي آندرېس وان برانت پخپلو خبرو کې په افغانستان کې د اوسني امنيتي حالت، د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ د شرايطو د ښه کېدو, د اجماع د پياوړتيا او سياسي يووالي مسائل مطرح کړل.
په دې کتنه کې د اروپایي ټولنې سفيرانو په افغانستان کې د دوى د ډيپلوماټيکو استازوليو د فعاليتونو او حضور د دوام ډاډ ورکړ.
د جمهوري ریاست لومړي مرستيال په افغانستان کې د اروپايی ټولنې له ارزښت محوره ملاتړ او همکاريو څخه مننه وکړه. لومړي مرستیال محترم امر الله صالح د اروپایي ټولنې سفیرانو ته په ټول افغانستان کې د امنيتي حالت ستراتيژيک انځور وړاندې کړ. نوموړي د سياسي حالت د ښه کېدو په اړه د افغان دولت د اقداماتو, د امنيتي شرايطو د ښه کېدو او د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د لا پياوړتيا لپاره د مهمو پروګرامونو په اړه هم خبرې وکړې.

1

1

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۸:۲۹
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د ننګرهار ولایت د ولسواليو له يوشمېر مشرانو سره وکتل

په پیل کې د شينوارو، سپين غر، ده بالا، اچین، نازیان، دور بابا او غني خېلو ولسواليو مشرانو د مننې ترڅنګ د خپلو ولسواليو ستونزې بیان کړې. دغو مشرانو وويل: که څه هم د دغو ولسواليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۷:۸
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستيال ښاغلي امرالله صالح د نايجريا له پخواني جمهور رٸيس ښاغلي اوليسګون اوباسانجو سره وکتل

ښاغلى اوباسانجو په يوه رسمي سفر افغانستان ته راغلى دى.

دواړو لوريو په افغانستان کې د روانو مسائلو، له هغې څخه د سولې اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

1

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۶:۰
Background image

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستيال محترم امرالله صالح د سويس د پراختيايي پروګرامونو د ادارې له عمومي رئيسې مېرمن پتريشيا دانزي او ورسره مل پلاوي سره وکتل

په دې کتنه کې چې په صدارت مانۍ کې وشوه، مېرمن دانزي وويل چې سويس له افغانستان سره د خپلو همکاريو د دوام لپاره ژمن دى او تر ٢٠٢٤ کاله پورې به د افغانستان د بېلابېلو برخو لپاره ١٠٤. . .

نور دلته