د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د ننګرهار ولایت د ولسواليو له يوشمېر مشرانو سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۸:۲۹
اا

په پیل کې د شينوارو، سپين غر، ده بالا، اچین، نازیان، دور بابا او غني خېلو ولسواليو مشرانو د مننې ترڅنګ د خپلو ولسواليو ستونزې بیان کړې. دغو مشرانو وويل: که څه هم د دغو ولسواليو اوسېدونکي بې وزله دي؛ خو په مېړانې او زړورتيا سره به د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي او دښمن به هېڅکله هم د دوی ترمنځ ځای ونه لري. دوی زیاته کړه چې موږ له تاسو سره فکراً او د زړه له تله ژمنه کړې چې د وينې تر وروستي څاڅکي پورې به د سیستم او جمهوريت ترڅنګ له خپلې خاورې او خلکو څخه دفاع کوو.

په ورته وخت کې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال محترم امرالله صالح دې مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ننګرهار د مخورو خلکو له همکارۍ او با ارزښته ملاتړ څخه مننه وکړه، چې تل یې له خپلې خاورې او خلکو څخه له هر ډول تمې پرته دفاع کړې ده او د هېواد د اوسني وضعيت روښانه انځور یې بیان کړی دی.

ښاغلي صالح د یادو ولسوالیو د خلکو د لا غښتلي کولو او ملاتړ په موخه د ټولنیز وضعيت د ښه والي او د دولت د راتلونکو پروګرامونو لپاره له هغوی سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

1

1

1

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۸:۲۹
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د ننګرهار ولایت د ولسواليو له يوشمېر مشرانو سره وکتل

په پیل کې د شينوارو، سپين غر، ده بالا، اچین، نازیان، دور بابا او غني خېلو ولسواليو مشرانو د مننې ترڅنګ د خپلو ولسواليو ستونزې بیان کړې. دغو مشرانو وويل: که څه هم د دغو ولسواليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۷:۸
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستيال ښاغلي امرالله صالح د نايجريا له پخواني جمهور رٸيس ښاغلي اوليسګون اوباسانجو سره وکتل

ښاغلى اوباسانجو په يوه رسمي سفر افغانستان ته راغلى دى.

دواړو لوريو په افغانستان کې د روانو مسائلو، له هغې څخه د سولې اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

1

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۶:۰
Background image

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستيال محترم امرالله صالح د سويس د پراختيايي پروګرامونو د ادارې له عمومي رئيسې مېرمن پتريشيا دانزي او ورسره مل پلاوي سره وکتل

په دې کتنه کې چې په صدارت مانۍ کې وشوه، مېرمن دانزي وويل چې سويس له افغانستان سره د خپلو همکاريو د دوام لپاره ژمن دى او تر ٢٠٢٤ کاله پورې به د افغانستان د بېلابېلو برخو لپاره ١٠٤. . .

نور دلته