د افغانستان د جمهوري رياست په ماڼۍ کې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د وينا ځينې برخې ( سل ورځې سل زېري، د اوبو او انرژۍ اونۍ)

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۴:۵۷

د افغانستان د جمهوري رياست په ماڼۍ کې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د وينا ځينې برخې ( سل ورځې سل زېري، د اوبو او انرژۍ اونۍ)

- د هغو پروژو د افتتاح له کبله چې اړوندو مسؤولينو يې یادونه وکړه، د هېواد ټولو وګړو ته مبارکي وايم. دغه پروژې په حقیقت کې د ټول افغانستان دي.

- جلالت‌مآب جمهور رئيس! که پر هر هېواد د افغانستان په اندازه فشار وای، پر یوه سوژه لرونکي هېواد به بدلېده؛ خو نن ستاسو د بصیرت له کبله ټول اړخونه په پام کې نيول شوي دي او هر يوه ته ځانګړې پاملرنه شوې ده او بايد يوشان خدمات وړاندې شي. دا لاسته راوړنې به هېڅکله هېرې نه شي.

- موږ د آبادۍ لپاره هڅې کوو؛ خو له بله پلوه وسله وال طالبان د ويجاړولو په حال کې دي. طالبانو! تاسو ته د شرم ځای دی چې تاسې ټولګټې پروژې ويجاړوی.

-د افغانستان په ليرې پرته سيمه کې اساسي خدمات د جمهوريت له برکته وړاندې شوي دي.

-وسله‌وال طالبان لنډ مهاله پديده ده؛ خو همدغه بدمرغه پديده په ډېرې بې شرمۍ سره د ښوونکي له معاش څخه له ۱۰ تر ۲۰ سلنه جزیه اخلي؛ خو که تاسو په دې باور یاست چې یوه ورځ به خلکو ته مخامخ وګورئ؛ نو له تخريب څخه لاس پرسر شئ او خپله سیالي له وژلو څخه پر سوله بدله کړئ.

- له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو له آوازو وروسته له ټولو ولايتونو څخه ډېر شمېر خلک او قومي مشران راغلي او ويلي يې دي چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته، موږ له خپلو امنیتي ځواکونو سره په ګډه له خپل هېواد څخه دفاع کوو او د امنیت په ټينګښت کې مرسته کوو.


پياوړی جمهوریت به همداسې پرځای وي!
افغانستان زنده‌باد او زموږ ملي يووالی دې پیاوړی وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۸:۲۹
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د ننګرهار ولایت د ولسواليو له يوشمېر مشرانو سره وکتل

په پیل کې د شينوارو، سپين غر، ده بالا، اچین، نازیان، دور بابا او غني خېلو ولسواليو مشرانو د مننې ترڅنګ د خپلو ولسواليو ستونزې بیان کړې. دغو مشرانو وويل: که څه هم د دغو ولسواليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۷:۸
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستيال ښاغلي امرالله صالح د نايجريا له پخواني جمهور رٸيس ښاغلي اوليسګون اوباسانجو سره وکتل

ښاغلى اوباسانجو په يوه رسمي سفر افغانستان ته راغلى دى.

دواړو لوريو په افغانستان کې د روانو مسائلو، له هغې څخه د سولې اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

1

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۶:۰
Background image

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستيال محترم امرالله صالح د سويس د پراختيايي پروګرامونو د ادارې له عمومي رئيسې مېرمن پتريشيا دانزي او ورسره مل پلاوي سره وکتل

په دې کتنه کې چې په صدارت مانۍ کې وشوه، مېرمن دانزي وويل چې سويس له افغانستان سره د خپلو همکاريو د دوام لپاره ژمن دى او تر ٢٠٢٤ کاله پورې به د افغانستان د بېلابېلو برخو لپاره ١٠٤. . .

نور دلته