د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستيال محترم امرالله صالح د سويس د پراختيايي پروګرامونو د ادارې له عمومي رئيسې مېرمن پتريشيا دانزي او ورسره مل پلاوي سره وکتل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۶:۰
ااا

په دې کتنه کې چې په صدارت مانۍ کې وشوه، مېرمن دانزي وويل چې سويس له افغانستان سره د خپلو همکاريو د دوام لپاره ژمن دى او تر ٢٠٢٤ کاله پورې به د افغانستان د بېلابېلو برخو لپاره ١٠٤ ميليونه سويسي فرانک مرسته وکړي. مېرمن دانزي زياته کړه چې د جمهور رٸيس لومړي مرستيال وړانديزونه او ملاحظات به د افغانستان له خلکو سره د سویس د مرستو اغېزمنتيا لا زياته کړي.
محترم امرالله صالح وویل افغان حکومت ژمن دی چې په یوه وخت کې امنیتي مسایلو ته رسیده ګي وکړي او هم د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه او پرمختیایي خدماتو پر وړاندې کولو تمرکز ولري.
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال زیاته کړه چې لومړنیو زده کړو ته بېړنۍ اړتیاوې، د وچکالي او بې ځایه کېدو د خطرونو کموالی، په اقتصادي پروګرامونو کې بې سرپرسته او معلولو مېرمنو ته ونډه ورکول، او په پرمختیايي پروګرامونو کې د ځايي ټولنو ښکېلول هغه پروګرامونه دي چې د افغانستان د حکومت لپاره لومړیتوب لري.

1

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۸:۲۹
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د ننګرهار ولایت د ولسواليو له يوشمېر مشرانو سره وکتل

په پیل کې د شينوارو، سپين غر، ده بالا، اچین، نازیان، دور بابا او غني خېلو ولسواليو مشرانو د مننې ترڅنګ د خپلو ولسواليو ستونزې بیان کړې. دغو مشرانو وويل: که څه هم د دغو ولسواليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۷:۸
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستيال ښاغلي امرالله صالح د نايجريا له پخواني جمهور رٸيس ښاغلي اوليسګون اوباسانجو سره وکتل

ښاغلى اوباسانجو په يوه رسمي سفر افغانستان ته راغلى دى.

دواړو لوريو په افغانستان کې د روانو مسائلو، له هغې څخه د سولې اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

1

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۶:۰
Background image

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستيال محترم امرالله صالح د سويس د پراختيايي پروګرامونو د ادارې له عمومي رئيسې مېرمن پتريشيا دانزي او ورسره مل پلاوي سره وکتل

په دې کتنه کې چې په صدارت مانۍ کې وشوه، مېرمن دانزي وويل چې سويس له افغانستان سره د خپلو همکاريو د دوام لپاره ژمن دى او تر ٢٠٢٤ کاله پورې به د افغانستان د بېلابېلو برخو لپاره ١٠٤. . .

نور دلته