د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستيال ښاغلي امرالله صالح د خوست ولایت له قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۱۷:۰
اا

دغه کتنه چې په صدارت ماڼۍ کې ترسره شوه، د خوست په ولایتي شورا کې د خوست د خلکو استازي ښاغلي قمرعلي لکڼوال په ګډون د خوست ولایت یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح څخه دغه ولایت ته د سفر پر مهال  له ولسونو سره د شویو ژمنو د عملي کولو له کبله مننه، ستاینه او خپل ملاتړ یې څرګند کړ..

د خوست ولایت قومي مشرانو او ځوانانو د جمهور رئیس له لومړي مرستیال سره د دغه ولایت د خلکو ستونزې، غوښتنې او د ځینو ولسوالیو امنیتي ستونزې شریکې کړې..

قومي مشرانو د ياد ولایت له یوشمېر ځوانانو سره په خوست ولایت کې د روان حالت او د خلکو غوښتنو ته د رسېدنې په اړه خبرې اترې وکړې.

قومي مشرانو څرګنده کړه، چې د دغه ولايت د خلکو غوښتنې د افغانستان دولت د رهبرۍ، د سولې په پروسه کې د دوی د کادرونو حضور، د خوست ولایت اړوند د ځمکو د غصب مخنیوی، د  بې اسنادو موټرو لپاره د اسناد ورکولو مودې غځول، د پراختیایي پروژو په برخه کې پاملرنه، د نویو امنیتي کنډکونو منظورول، د طب پوهنځي له بېلابېلو څانګو څخه یو شمېر فارغانو ته د تخصص  لپاره غوښتنه، د خوست د هوايي ډګر د احاطوي دېوال، د ځینو ولسوالیو امنیتي ستونزې او د دغه ولایت کادرونو او لوستو ځوانانو ته دې کار د زمينې برابرولو ته پاملرنه وشي.

قومي مشرانو د سولې اړوندو موضوعاتو په اړه د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح له دریځ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د جمهور رئيس لومړي مرستيال د خوست ولایت خلکو ته وویل، ډېری هغه ژمنې چې په خوست ولایت کې شوې وې، یو شمېر يې منظور او پر نورو یې کار روان دی.

 ښاغلي امرالله صالح د خوست ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته، دوی ته ډاډ ورکړ چې په اړونده مواردو کې به یې ستونزې ژر حل شي.

پ

1

1

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۸:۲۹
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د ننګرهار ولایت د ولسواليو له يوشمېر مشرانو سره وکتل

په پیل کې د شينوارو، سپين غر، ده بالا، اچین، نازیان، دور بابا او غني خېلو ولسواليو مشرانو د مننې ترڅنګ د خپلو ولسواليو ستونزې بیان کړې. دغو مشرانو وويل: که څه هم د دغو ولسواليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۷:۸
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستيال ښاغلي امرالله صالح د نايجريا له پخواني جمهور رٸيس ښاغلي اوليسګون اوباسانجو سره وکتل

ښاغلى اوباسانجو په يوه رسمي سفر افغانستان ته راغلى دى.

دواړو لوريو په افغانستان کې د روانو مسائلو، له هغې څخه د سولې اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

1

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۶:۰
Background image

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستيال محترم امرالله صالح د سويس د پراختيايي پروګرامونو د ادارې له عمومي رئيسې مېرمن پتريشيا دانزي او ورسره مل پلاوي سره وکتل

په دې کتنه کې چې په صدارت مانۍ کې وشوه، مېرمن دانزي وويل چې سويس له افغانستان سره د خپلو همکاريو د دوام لپاره ژمن دى او تر ٢٠٢٤ کاله پورې به د افغانستان د بېلابېلو برخو لپاره ١٠٤. . .

نور دلته