د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح

د کابل ګرانو ښاریانو!

د افغانستان د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني په لارښوونه د یو څه وخت لپاره د کابل امنیتي مسولیتونه پر غاړه اخلم .

زه د خلکو د امنیت د ټینګښت په برخه کې د مصلحت په نوم څه نه پیژنم او نه هم زما په قاموس کې پر جنایت کونکي د ترحم په نامه څه شته .

زه به خپلو نورو دندو او مسولیتونو ته د پخوا په څېر دوام ورکړم او د امنیتي تړون عملي کول به ددې پروګرام یوه برخه وي.

کابل د خپل لاس د ورغوي په شان پیژنم . ټولې دندې او مسئولیتونه به مې د پخوا په شان په عادي ډول ترسره کیږي، تاسو ډاډه واوسئ.

د غلو، اوباشانو، خلک ځورونکو، باج اخستونکو، قانون ماتونکو، د عامه ملکیت او خلکو غصب کونکو، تکراري مجرمینو چې تر پوښښ لاندې فعالیت کوي او هغو زورواکو چې په ظاهره قانون خوښونکي دي، لست  له پخوا ترتیب شوی دی.

 له خپلو امنیتي ځواکونو سره په ډاډ او باور همکاري وکړئ، او له هرې لارې چې کولی شئ خپل اطلاعات او مسایل راته ولېږئ، د افغانستان د امنیتي بنسټونو لا پياوړتیا او د ټولنې له بېلابېلو برخو سره د هغوی نږدې کول د پروګرام یوه بله برخه ده. د نښلولو لپاره بېلابېلې وسیلې شتون لري، نو درېغ مه کوئ، او د جرم او جنایت په ځپلو کې د دې سپیڅلي کار په سرته رسولو کې برخه واخلئ.

ان شاءالله