د جمهوري رياست له لومړي مرستيال سره د میدان وردګو ولایت د خلکو يوشمېر استازو او قومي مشرانو وکتل

org_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۹ - ۱۸:۰
گزارش

د میدان وردګو ولايت د خلکو یوشمېر قومي مشرانو، ځوانانو او د مدني ټولنې يوشمېر غړو د دغه ولایت د خلکو په استازيتوب د جمهوري رياست له لومړي مرستيال ښاغلي امرالله صالح سره د صدارت د ګلخانې په ماڼۍ کې وکتل.

په دغه ناسته کې د میدان وردګو ولایت استازو په ياد ولايت کې د خلکو ستونزې او غوښتنې د جمهوري رياست له لومړي مرستيال سره شريکې کړې. د میدان وردګو ولایت د خلکو استازو د دغه ولایت د خلکو د غوښتنې له مخې په ډاګه کړه چې له دليل پرته د «ميدان وردګ» تاريخي نوم «وردګ» ته اوښتی. دوی په دې سربېره، د اداري کمپلکس، روغتون او پوهنتون د ځای د تغيير غوښتنه وکړه چې اوسمهال د طالبانو تر ولکې لاندې سيمه کې موقعيت لري او د مرکز د لاسرسي وړ نه دی. همداراز د میدان وردګو ولایت استازو له امنیتي تړون او سولې اړوند موضوعاتو په اړه د جمهور رئيس د لومړي مرستيال له وروستي دريځ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د جمهور رئيس لومړي مرستيال د میدان وردګو ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته، دغو استازو ته د ياد ولایت د تاريخي نوم د ساتنې او د اداري کمپلکس، روغتون او پوهنتون د نه لېږدولو په برخه کې ستونزو ته د رسېدنې ژمنه وکړه. د جمهور رئيس لومړي مرستيال د میدان وردګو ولایت د خلکو له استازو څخه وغوښتل چې د امنیتي تړون په چوکاټ کې دې له دولت سره خپله همکاري زياته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۸:۲۹
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د ننګرهار ولایت د ولسواليو له يوشمېر مشرانو سره وکتل

په پیل کې د شينوارو، سپين غر، ده بالا، اچین، نازیان، دور بابا او غني خېلو ولسواليو مشرانو د مننې ترڅنګ د خپلو ولسواليو ستونزې بیان کړې. دغو مشرانو وويل: که څه هم د دغو ولسواليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۷:۸
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستيال ښاغلي امرالله صالح د نايجريا له پخواني جمهور رٸيس ښاغلي اوليسګون اوباسانجو سره وکتل

ښاغلى اوباسانجو په يوه رسمي سفر افغانستان ته راغلى دى.

دواړو لوريو په افغانستان کې د روانو مسائلو، له هغې څخه د سولې اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

1

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۶:۰
Background image

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستيال محترم امرالله صالح د سويس د پراختيايي پروګرامونو د ادارې له عمومي رئيسې مېرمن پتريشيا دانزي او ورسره مل پلاوي سره وکتل

په دې کتنه کې چې په صدارت مانۍ کې وشوه، مېرمن دانزي وويل چې سويس له افغانستان سره د خپلو همکاريو د دوام لپاره ژمن دى او تر ٢٠٢٤ کاله پورې به د افغانستان د بېلابېلو برخو لپاره ١٠٤. . .

نور دلته