د جمهور رئيس لومړي مرستيال د خوست ولایت له ځوانانو او د خلکو له استازو سره وکتل

org_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۲۱:۳۰
خوست

په دغه ملاقات کې چې د لوی صدارت د ګلخانې په ماڼۍ کې ترسره شو، ښاغلي امرالله صالح په ولسي جرګه کې د خوست ولایت د خلکو له استازي کمال ناصر اصولي او د ياد ولایت له یوشمېر ځوانانو سره په خوست ولایت کې د روان حالت او د خلکو غوښتنو ته د رسيدنې په اړه خبرې اترې وکړې.

کمال ناصر اصولي د خوست ولایت د خلکو او ځوانانو په استازيتوب د دغه ولایت ستونزې او غوښتنې د جمهور رئيس له لومړي مرستيال سره شريکې کړې.

د خوست ولایت د خلکو استازي څرګنده کړه چې د دغه ولايت د خلکو غوښتنې د افغانستان دولت د رهبرۍ، د سولې په پروسه کې د دوی د کدرونو حضور، د خوست د هوايي ډګر د احاطوي دېوال، د امنیتي ځواکونو په ليکو کې د ځوانانو د جذب او د دغه ولایت کدرونو او لوستو ځوانانو ته د کار د زمينې برابرولو ته پاملرنه وشي.

نوموړي همداراز وویل چې اړتيا ده د ياد ولایت د پراختيايي پروژو په برخه کې هم جدي پاملرنه وشي.
د خوست ولایت استازي او ورسره پلاوي یې د سولې اړوندو موضوعاتو په اړه د جمهور رئيس له وروستي موقف څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د جمهور رئيس لومړي مرستيال د خوست ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته، دوی ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې حل شي. لومړي مرستيال د خوست ولایت له ځوانانو وغوښتل چې د امنیتي تړون په چوکاټ کې خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۸:۲۹
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د ننګرهار ولایت د ولسواليو له يوشمېر مشرانو سره وکتل

په پیل کې د شينوارو، سپين غر، ده بالا، اچین، نازیان، دور بابا او غني خېلو ولسواليو مشرانو د مننې ترڅنګ د خپلو ولسواليو ستونزې بیان کړې. دغو مشرانو وويل: که څه هم د دغو ولسواليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۷:۸
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستيال ښاغلي امرالله صالح د نايجريا له پخواني جمهور رٸيس ښاغلي اوليسګون اوباسانجو سره وکتل

ښاغلى اوباسانجو په يوه رسمي سفر افغانستان ته راغلى دى.

دواړو لوريو په افغانستان کې د روانو مسائلو، له هغې څخه د سولې اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

1

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۶:۰
Background image

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستيال محترم امرالله صالح د سويس د پراختيايي پروګرامونو د ادارې له عمومي رئيسې مېرمن پتريشيا دانزي او ورسره مل پلاوي سره وکتل

په دې کتنه کې چې په صدارت مانۍ کې وشوه، مېرمن دانزي وويل چې سويس له افغانستان سره د خپلو همکاريو د دوام لپاره ژمن دى او تر ٢٠٢٤ کاله پورې به د افغانستان د بېلابېلو برخو لپاره ١٠٤. . .

نور دلته