د شهید مولوي محمد نعمان فضلي د کورنۍ له غړو او د کابل د شکر دره ولسوالۍ له قومي او مذهبي مشرانو سره کتنه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۱۵:۴۳
ااا

په دې کتنه کې لومړی د شهید مفتي نعمان تره حاجي محمد امان اتمانزي په اختر کې د شکر دره ولسوالۍ په یوه جومات کې د بمي چاودنې له امله د مولوي نعمان او  شمیر نورو د شهادت قضيې ته د جدي پاملرنې له امله د لومړي مرستیال په مشری د شپږ نیمو د ټیم له جدي پاملرنې مننه وکړه.

ښاغلي اتمانزي وویل د شکردره او د ټول هیواد علما، روحانیون او قومي مخور د داسې وحشتونو او تروریستي اعمالو په مخنیوي کې د خپل نظام او دولت ترڅنګ ولاړ دي .

نوموړي د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال وغوښتل چې دې قضيې ته پوره او جدي پاملرنه وکړي او ددې تروریستي عمل عاملان په خپله سزا ورسوي.

د شکر دره ولسوالۍ جید عالم او مخور مولوي بشیر احمد نثار وویل د مولوي نعمان شهیدول د هغو اسلام او افغانستان دښمنو شبکو جنایت دی چې د عرفان، تصوف، او روحانیت د پیروانو او د هغو جیدو او اصیلو علماو د غلي کولو او تصفيې هڅه کوي چې د ټولنې د اصلاح لپاره کار کوي، د زغم او یو بل منلو سپارښتنه کوي، وعظ او تبلیغ يې هیڅ ډول سیاسي بڼه نه لري، او د اسلام د مبین دین ریښتینی تفسیر او جوهر وړاندې کوي.

ښاغلي نثار زیاته کړه چې تکفیري ډلې او ګمراه کونکې شبکې په تروریستي او بشریت ضد فعالیتونو سره هڅې کوي چې د هیواد جید او معتدله علما او د تصوف پیروان په نښه کړي.

نوموړي د محترم امرالله صالح په مشری د شپږ نیمو له ټیم څخه هیله وکړه چې د اسلام او افغانستان د دا ډول دښمنانو د فعالیتونو مخه ونیسي.

د شهید مولوي مفتي نعمان ورور احمد شاه د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال مننه وکړه چې ددوی د ورور د شهادت قضیه ته جدي پاملرنه کوي . نوموړي وویل د شپږ نیمو ټیم دې دا قضیه په جدې ډول وڅیړي او ددې ظلم عاملان دې د عدالت پنجو ته وسپاري.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال محترم امرالله صالح یو ځل بیا د شهید مفتي نعمان د کورنۍ له غړو او د شکر دره ولسوالۍ له مذهبي او قومي مشرانو سره خپله غمرازي شریکه کړه او له هغوی سره يې ژمنه وکړه چې د جیدو او ریښتینو علماو، قومي مخورو او روحانینو قاتلان او تروریستي عاملان به پیدا او د قانون منګلو ته وسپاري.

لومړي مرستیال د ملي امنیت، پولیسو او د کابل ولایت رهبری ته چې په دې کتنه کې يې ګډون درلود جدي سپارښتنه وکړه چې دا قضیه په هر اړخیزه توګه وڅیړي او ددې وحشت عاملان او طراحان ونیسي.

محترم امرالله صالح دغه راز ژمنه وکړه چې ددې قضيې د څیړنو جزئیات او پرمختګونه به د شهید مفتي نعمان او د شکر دره په چاودنه کې د نورو قربانیانو له کورنیو سره شریک شي.

لومړي مرستیال ددې قضيې د قربانیانو سره د مالي مرستې کولو سربیره عملیاتي واحد او د پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ته دنده وسپارله چې د شکر دره جومات او د مفتي نعمان فضلي د مدرسې د بیا رغولو لپاره بیړني ګامونه پورته کړي.

1

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۸:۲۹
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د ننګرهار ولایت د ولسواليو له يوشمېر مشرانو سره وکتل

په پیل کې د شينوارو، سپين غر، ده بالا، اچین، نازیان، دور بابا او غني خېلو ولسواليو مشرانو د مننې ترڅنګ د خپلو ولسواليو ستونزې بیان کړې. دغو مشرانو وويل: که څه هم د دغو ولسواليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۷:۸
Background image

د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستيال ښاغلي امرالله صالح د نايجريا له پخواني جمهور رٸيس ښاغلي اوليسګون اوباسانجو سره وکتل

ښاغلى اوباسانجو په يوه رسمي سفر افغانستان ته راغلى دى.

دواړو لوريو په افغانستان کې د روانو مسائلو، له هغې څخه د سولې اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

1

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۶:۰
Background image

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستيال محترم امرالله صالح د سويس د پراختيايي پروګرامونو د ادارې له عمومي رئيسې مېرمن پتريشيا دانزي او ورسره مل پلاوي سره وکتل

په دې کتنه کې چې په صدارت مانۍ کې وشوه، مېرمن دانزي وويل چې سويس له افغانستان سره د خپلو همکاريو د دوام لپاره ژمن دى او تر ٢٠٢٤ کاله پورې به د افغانستان د بېلابېلو برخو لپاره ١٠٤. . .

نور دلته