زمونږ په اړه

په ۱۳۹۹ کال کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال دفتر تر چتر لاندې  له هېواد څخه بهر افغان میشتو متخصصینو( ډیاسپورا) چارو ته د رسیدنې ریاست  رامنځته شو. دغه ریاست له هېواد څخه بهر افغان میشتو متخصصینو( ډیاسپورا) چارو د رهبري کوونکي بنسټ په توګه دنده لري،  چې له خپلې اصلې خاورې افغانستان سره د اړیکو ټینګولو او له هېواد څخه بهر افغان ( ډیاسپورا) ټولنې سره د همغږي ساتلو له لارې  هغوی ته د نورو دولتي بنسټونو ، نړیوالو مرستندویانو او له هېواد څخه بهر افغان ( ډیاسپورا) ټولنو سره په همغږۍ د افغانستان ټولنیزې، فرهنګي او اقتصادي پراختیا کې د ونډې اخیستلو او ګډون زمینه چمتو کوي.

لید لوری:

زموږ لید دا دی چې د افغانستان په پرمختګ کې د ټول شموله ګډون لپاره د ژمن او ځواک لرونکي نړیوال ‌ډیاسپور(له هېواد څخه بهر افغان میشتو متخصصینو( ډیاسپورا) کړۍ ولرو.

ماموریت:

زموږ ماموریت ‌دډیاسپور(له هېواد څخه بهر افغان میشتو متخصصینو( ډیاسپورا) امورو ریاست، دملي او بین المللي بنسټونو ، اوپه بهر کې د مهاجرینو اتحادیو پورې اړوند دولتي ادارو ترمنځ مؤثره همغږي او همکارۍ رامینځته کول، رهبري کول او ساتل دي ترڅو وکولې شو د خپل ټاټوبي ټولنیز ، کلتوري ، او اقتصادي ودې لپاره د افغان ډیاسپورا  ټولنې په ګټور ډول وکاروي. افغانستان او په نهایت کې په ټوله نړۍ کې د دې ټولنې ملاتړ او ځواکمنول دي.

هدفونه / موخې:

  • په نړی کې د افغان ډیاسپورا  ټولنو  او د افغانستان دولت ترمنځ د منظمې او پایداره اړیکې ټینګول، چې له هېواد څخه بهر اتباعو سره د افغانستان دولت ژمنې څرګندونه کوي.
  • د افغان ډیاسپورا غوره مدیریت په موخه د اړونده ملي او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د دواړه اخیزه او اغیزمنو مرستو رامنځته کول او ساتنه؛
  • د افغانستان ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې د ګډون لپاره افغان ډیاسپورا ته د ځانګړي او مساعد چاپیریال چمتو کول؛
  • د خپلې اصلي خاورې افغانستان لپاره د ډیرې ژمنتیا په اړه د افغان ډیاسپورا ټولنو ملاتړ او پیاوړتیا؛
  • د هېواد په دننه کې د افغانستان ښځو پیاوړتیا په موخه د افغان ډیاسپورا ښځو طرحو او حل لارو ملاتړ؛
  • له هېواد  څخه بهر د سیاسي ګټو غښتلتیا؛
  • په بیلابیلو سکتورونو کې د افغان ډیاسپورا له وړتیاوو او ظرفیتونو څخه د غوره ګټه اخیستنې په موخه د اغیزمنو میکانیزمونو جوړول؛
  • د افغان دیاسپورا تر منځ د هیواد، فرهنګي او اصلي ارزښتونو پیاوړي کول.
  • په نړۍ کې د افغان ډیاسپورا په منځ کې د افغانستان کلتوري او ملي ارزښتونو پیاوړتیا؛

ارتباطی لاری

ایمیل آدرس:         afghandiaspora@fvp.gov.af

د اریکو شمیره:       777828555+ 93(0)

فیسبوک:              Directorate of Afghan Diaspora Affairs ریاست رسیدگی به امور دیاسپورا

تویتر:                 AfgDiasporaFVP@