یو سلو او یو پنځوسمه پرېکړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۹ - ۹:۵۹

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني په مشرۍ غونډه جوړه شوه، په دې ځانګړې غونډه کې د کابل پوليسو ۱۵ تنو منسوبینو او د ملي امنیت یو کارکونکي ته د بریال دوهمه درجه مډالونه ډالۍ شول.
دغو منسوبینو د طالبانو د یوې یوولس کسیزې ډلې په نیولو کې مهم رولی لوبولی دی، په ورته وخت کې دغې تورریستي ډلې د نورو جنایتونود ترسره کولو او د مدني ټولنې د غړو، له دې جملې څخه د یما سیاوش د وژلو مسولیت لري.
د کابل ولایت اړوند نورې مسلې، لکه د کابل د والي صلاحیت پراخه کول، د ښاري خدماتو د وړاندې کولو او د ښاروالۍ د رول د پیاوړي کولو له پلوه د کابل ښار د مديريت پر يووالي پرېکړه وشوه.
په دې ځانګړې او پراخه ناسته کې یو سل او یو کسانو برخه اخېستې وه، ولسمشر د کابل د امنیتی تړون په ټیم کې د همغږۍ - ستراتیژۍ او د اقداماتو د پیاوړتیا - د ټیم د ټولو غړو تر منځ د پالیسۍ د سمون او اقدام ستاینه وکړه، د کابل ولایت - ښاروالۍ - د ملي امنیت – امنیه قومنداني ـ د کورنیو چارو په وزارتونو پورې اړونده ادارې او همدا رنګه د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست او د دوهمو واحدونو او ولسوالیو سره د نږدې کېدو لپاره یوه لنډه کتنه وشوه.
په ارګ ماڼۍ کې د دغې غونډې د جوړېدو له امله د جمهوري ریاست له مقام څخه مننه کوم، د نن ورځې د غونډې لارښوونې او پرېکړې به د کابل خلکو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو په خاطر ډیر ژر پلي شي.