يو سلو او دری شپیته پریکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۸:۳۰

د امنیتي تړون د پلې کیدو لپاره د شپږ نیمو غونډې په عادي او ورځني ډول دوام لري.
داچې په غونډو، د اقدام په څرنګوالي او تطبیق کې نظم رامنځته او غښتلی شوی دی نو په ورځني ډول د اعلامیو خپرولو ته اړتیا نه لیدل کیږي.
خلک هم اوس پوهیږي چې د شپږ نیمو له ټیم سره په څه ډول اړیکه ونیسي او دخیل شي.
د کابل د امنیت د لا نور ټینګښت لپاره د پایتخت د ګاونډيو ولایتونو بنسټونه مکلف شوي دي چې د سپوږمکیو په شان ګواښونه په خپلو کې د همغږي له لارې په منظم او هر ساعت ډول له مرکز سره شریک کړي.
په بل عبارت د بیروکراسۍ زاړه او غیر اړین دیوالونه چې تحلیل او اقدام یې پیچلي او ټکني کړي وو، لرې کړای شوي دي.
زه په خپل وار د ټول هیواد امنیتي وضعیت څارم . د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا او ژمنتیا په کلماتو له ستایلو پورته ده. هغه څه چې دا ځواکونه یې نن سبا ترسره کوي زمونږ ټولو له نظر او توقع لوړ دي .د ټولنې ددې غوره برخې له هر یوه څخه مننه کوم.دغه راز د پایتخت زون له پولیسو، ملي امنیت او اردو څخه هم مننه کوم.
په کابل کې د پولیسو لاسته راوړنې بې سابقه دي.
د جنرال طوطاخیل کار د قدر او ستاینې وړ دی. په عین حال کې د کابل له ښاروالۍ او ولایت څخه د خدماتو د رسولو او د ولسونو د یوځای کولو له امله هم مننه کوم.د چلند د بدلون لپاره پر یوه لوري د ملکي او پوځي بنسټونو برابرول او له ټول ځواک څخه ګټه پورته کول ګټور ثابت شوی دی.
د شپږ نیمو له نورو غړو لکه لوی څارنوالۍ، د عامه ساتنې تصدي، له درنو جرمونو سره د مبارزې له ریاست او د عامه اړیکو او مطبوعاتو په برخو کې له خپلو همکارانو هم د زړه له کومي رضایت او مننه کوم.
دا لنډ یاداشت مې هغو کسانو ته ولیکه چې فکر یې کاوه، د شپږ نیمو غونډې بندې شوي دي.
د اطلاعاتو راټولول، په ګډه ارزونه، د ستونزې د حجم معلومول، د امکاناتو بسیج، په ټولو سطحو کې د پروګرامونو هضمول او له هغې سره ځان بلدول
او په نهایت کې اقدام، همدا د امنیتي تړون د پلې کولو لپاره د شپږ نیمو د ټیم د ورځنیو غونډو د فعالیت دایره جوړوي.
د خلکو پر شونډو خندا زمونږ ستړیا لرې کوي نو همدې ته په پام نه زمونږ ځواک او انرژي کمه شوې ده او نه مو انګیزه.