يو سل او پنځه نوييمه پرېکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۵:۲۴

د کابل د امنيتي تړون پلي کېدل په ډېر جديت او دوامدار نظم سره دوام لري.
په وروستيو غونډو کې د ارغندۍ، پغمان، موسهي، خاک جبار، سروبي، کوهدامن، د کابل د لوېديځ پر امنيت، د لويو مجرمينو په ځانګړې توګه د تښتوونکو په څارنه او تعقیب ، په ښار کې د ترهګريزو شبکو په له منځه وړلو او په ځانګړي ډول د کابل د لوېديځ د بريدونو د عاملينو په نيولو او د برېښنا د تاسيساتو د ساتنې د پروګرام پر پلي کولو تمرکز کیږي. له نیکه مرغه د برېښنا د ستنو د تخريب اړوند دوه ترهګر نیول شوي دي. په خواشينۍ سره چې د دغو دوو تنو ترهګرو د نيولو پر مهال د ځانګړو قطعاتو يو افسر شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول. د دغو کسانو د هویت او سازمان په اړه به نور مالومات وروسته له تاسو سره شريک شي. د شپږنيمو غونډې د تل په شان د کابل پر کليو او ښارونو منظم تمرکز لري. هغو کسانو چې غوښتل له موږ سره مسايل شريک کړي, په ډېرې آسانۍ سره يې غونډو ته لار موندلې ده. د هغو مسايلو نوملړ اوږود دی چې رسيدګي ورته شوې ده. څو ورځې وړاندې مې د ترسره او څېړل شويو کارونو احصايه ولوستله. د ستراتيژيکو پروګرامونو په برخه کې هر هغه څه ترسره شوي چې ژمنه مو کړې وه. د لويې څارنوالۍ له محترمې ادارې سره همغږي د دې لامل شوې چې دوسيې د عدالت په تله کې ورکې نشي او په نږدې راتلونکي کې به هر هغه څه خلکو ته وړاندې کړو چې تر دې دمه په دې برخه کې ترسره شوي دي. د کابل په کوڅو، سيمو او کليو کې فزيکي امنيت او مورال د شپږنيمو د مخکينو غونډو په پرتله په مراتبو ښه شوى دى; خو کله ناکله د ترهګرو نفوذ او د ولسي وګړو پر وړاندې د هغوى خونړي بريدونه زموږ له ضعفونو څخه دي.
یو ځل بیا یادونه کوم چې په دې نږدې موده کې په کابل ولایت، په ځانګړي ډول په ښاري سیمو کې د وژنو او بمي بریدونو شاوخوا نهه سوه پلانونه او پیښې خنثی شوي دي، د جنايي جرمونو له نظره کابل د سیمې د یو شمېر ښارونو په پرتله ښه وضعیت کې دی خو د تروریزم او تروریستي پیښو له نظره نه.
د مالي سرچینو، لوژیستیک، د ځانګړو صلاحیتونو د انتقالولو او د شپږ نیمو د ټیم غړو ته د هڅونې او مډالونو ورکولو او د لسګونه نورو قضیو په برخه کې د ولسمشرۍ د عالي مقام د دوامداره او بې دریغه ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوم. د ځانګړو صلاحیتونو له اعطا پرته یو شمیر بریاوې ممکنه نه وې . د شپږنیمو د غونډو اهداف او پلانونه ستراتیژیک دي خو د ورځنیو غونډو د فعالیتونو تمرکز تکتیکي او مواردو ته په کتو دی.
د درېو زرو څخه د زیاتو کوچنیو، منځنیو او ځینو لویو کارونو په کولو سره مونږ وکولی شول هغه انځور رسم کړو، چې په ذهن کې مو درلود.
د شپږنیمو غونډې اوس د یوه بنسټ بڼه غوره کړې ده او غړي یې له یو بل سره په مشوره او پوره همغږۍ کار کوي.
وایي چې:
سنگ لعل شود در مقام صبر / آری شود ولیک به خون جگر شود
په پام کې وه چې د شپږنیمو غونډې د جوزا (غبرګولي) په میاشت کې پای ته ورسیږي، خو د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت له مخې به تر نامالومې نېټې دوام ولري.
یوازې یو پیاوړی دولت کولی شي د هر وګړي ژوند خوندي کړي، نو د خپل ځان لپاره له خپل دولت سره همکاري وکړئ او د زړورو او ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړئ.
له هغو کسانو هم مننه کوم، چې له مونږ سره یې همکاري کړې ده او خپل ښاري مسولیت یې په جدي ډول تر سره کړی دی. ننداره کوونکي مه اوسئ، برخه واخلئ او فعال واوسئ.